د" فایننشل تایمز" رپوټ ته که لږ ځیر شو دایو مطبوعاتي حرکت نه دۍ،اونهدژورنلیزم له نړیوالو اصلوسره مطابقت لري،دغه مطلب د شخصي کینو،او د ډالروپه مټخپور شوی دۍ،ورځپاڼه مکلفه ده کوم تورنه چې، د دوی له خوا پر پکتیاوال لګول شويدي،په اړه یې دافغانستان بې پرې او آزادو مطبوعاتو ته دې اسناد او مدارک ورکړي .
نن سبا دافغانستان یوشمېر رسنۍ هم له حقایقو څخه سترګې پټې کړي دي، او کومېخپرونې چې له بهره دافغانستان په اړه خپرېږي پرته له دې چې دوی ورباندې خپلې څېړنېترسره کړي چې آیا دغه رپوټ چې بهرنۍ اړخ لري ریښتیاده او که درواغ، چې له پلټنېوړاندې دهغه په خپرولو او لمن وهلو باندې لاس پورې کوي.
داهفه لویه ستونزه،او نیمګړتیا ده چې دافغانستان په یوشمېر مطبوعاتو کې شتونلري،یوشمېر افغاني مطبوعات چې په ګوندونو، او ټوپک سالارو پورې اړه لري هغوی تل هڅهکوی چې ډیرو وړو مسایلو ته په ډېره لوړه کچه لمن و وهي،بیلګه یې همدغه د"فایننشلتایمز" ناقص رپوټ کاپي کول او هغه ته پرداز ورکول ښودلی شو.
"علیشا پکتیاوال" لومړی پوښتون منصب دار دۍ چې څوکاله پرله پسې په یو اداره اویوپوست کې خدمت کوي، ځینې کارپوهان او دچارو غښتلي مشران په دې باور دي چې،پرعلیشاپکتیاوال باندې دغه تور اودې ته ورته نور تورونه دسیاسي کړیو له خوا لګول کیږي،اودا هغه تورونه دي چې دیوشمېراجیرانو او دپردیو دغلامانو له خوا دژبنیو، قومياوسمتي اړیکو په چواکاټ کې دخپلو شخصي ګټو دتر لاسه کولو په موخه لګول کیږي.
د" فایننشل تایمز" ورځپانه لومړی په خپل چاپي مطلب کې داسې یو لوی درواغچې،علیشاپکتیاوال په دوبۍ کې فابریکې او نورې شخصي ځمکې لري چاپ کړی چې هر انسانځان ته را کاږي، داځکه چې پکتیاوال خودافغانستان ټوله سرمایه نه ساتله چې له هغېنه ځانته له هېواد بهر مانۍ او یا سوداګریزې خونې جوړې کړي.
دې ته ورته ټوله لیکنه درواغ او له حقیقته لرې بڼه لري،او د" فایننشل تایمز" ورځپاڼې ته دغه اوتې بوتې د کومې ډلې له خوا ور لېږل شوي دي،بله موضوع چې په کېلیکل شوی وو هغه داچې دپکتیاوال له دفتر نه څو پاڼې اسناد ترلاسه شوي چې د علیشاپکټیاوال دباندنیو جایدادنو یادونې په کې شوي دي کوم منطق به دا ډول تور ومني.
دلته نه یوازې دا چې د" فایننشل تایمز" ورځپاڼه تر نیوکو لاندې ده بلکه دهېوادهغه ورځپانې،او خبري سایټونه هم تر پوښتنو لاندې دي چې دغه مطلب یې پرته له دې چېتر دقیقې څېړنې لاندې ونیسي او بیا یې خپور کړي، چې پورتنیو یاد شو څانګو پهخواشینۍ سر په پټو سترګو ،او بندو غوږونو لاس په کار شول،او په لوړه کچه باندې یېدې موضوع ته لمنې وغځولې.
اصلي خبره خو داده چې د" فایننشل تایمز" ورځپاڼه دې با ید دخپلې لیکنې دمنلولپاره مونږ ته اسناد راکړي ،او که چېرته اسناد او شواهد نه لري نو لازمه ده چې دموجوده نړېوالو مطبوعاتي، اوحقوقي قوانینو په رڼاکې د"علیشاپکتیاوال" حقوق دېاعاده کړي.
ښکاره خبره ده چې په دې هېواد کې نیک نامه ژوندی،اوبدنامه مړی وجود نه لري،هرڅوک چې ښه کار وکړي هغه ته له دوست نه بد بین زیات پیدا کیږي،دعلیشا پکتیاوال پهڅېر ډېر داسې کسان نوردي چې دخپلو صادقانه کړنو قربانيان شوي دي.
بد بیني ،کینه او یو بل نه غوښتل له هغو مواردونه دي چې، افغانستان یې په اور کېسوځي،له هرڅه نه زیات پښتانه په دې لمبو کې لاهو دي،د دې منفي کړنو عاملین پهنامه تش افغان او په اصل کې لوی غدار او وطن پلورنکي دي.
څونور ټکي دي چې د" فایننشل تایمز" له خوا خپور شوی رپوټ درواغ ښودلی شي، هغهداچې "علیشاپکتیاوال" ترواسه پورې دوبۍ ته بیخي تللي نه دۍ ، د" فایننشل تایمز" درپوټ پربنسټ یوڅوک چې دپکتیاوال په څېر دومره سرمایه، او فابریکې ولري او دهغه لهکارونو څخه هم ځان خبر نه کړي ،نو داڅرنګه تجارت دۍ ، او دغه دلیل به څنګه ومنلشي.
په اوس وخت کې ورور پر ورور باندې اعتبار او اعتماد نه کوي،نو "پکتیاوال "په چاا عتبار وکړي،هغه هم بیا په دومره غټو پیسو ،او فابریکو چې د" فایننشل تایمز" دورځپاڼې له خوا افشا شوي دي،اوس نو خپله فکر وکړﺉ چې دغه رپوټ څنګه حقیقتپیداکولای شي،او دکوم یو انسان منطق به یې ومني.