arrowخوش آمدید ښه راغلاست Friday, 10 September 2010   

www.wlonga.com

D LMAR RONA-دلمر رنا



 
Main Menu
خوش آمدید ښه راغلاست
English
Deutsch
Guestbook
Weblinks
User logon
- - - - - - -
Games سرگرمی
Recommend پیشنهادات شما
Contact us
Latest News مطالب جدید
وړانګه

آغاز سایت

dialog rosia-afghan دافغانانو ستونزی او دروسيی سرخوږۍ چاپ

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د 2009 کال د مۍ په 14 نيټه ( په افغانستان کی دسولې اوپخلاينی لار ) ترنامه لاندی يو فاروم ( کنفرانس ) په مسکو کی
دروسيې د دموگرافۍ، مهاجرتونو او منطقوي پرمختيا انستيـتوت لخوا چی يوه غيردولتی موسسه ده ٫ په پام کی نيول شوی وو . په فاروم کی دبحث وړ وړانديزونو يوه طرح په روسی ٫ پښتو او دری ژبو د ٫٫ تل افغان ،، په سايټ کی خپره شوی وه چی دافغانستان په اړه يی تر لويه بريده په زړه پوری موضوعګانی په ګوته کړی وی . فاروم ته می د طرحي د اړوندو خبرو په هکله خپل دنظر ټکې د يوی ليکنی په ترڅ کی په روسی ژبه سره راټول کړه اودکنفرانس دپيل نه می وړاندی دانسجام ډلې ته وليږل او په کنفراس کی می هم د بحث پروخت په ټاکلې سيکشن کی ټينګار پری وکړ . دنوموړې ليکنې د منځپانګی پښتو بڼه په لاندی کرښو کی تر مينه والو لوستونکو پوری رسوم :

دافغانانو ستونزی او دروسيی سرخوږۍ

په افغانستان کی دتراژيدۍ ديادولو سر جوخت داسوال رامنځته کيږی چی دنوموړۍ تراژدۍ لاملونه او ريښې له کومه راغلې . کنفرانس ته د وړانديزونو په طرح کی دافغانستان دپرابلم يو لامل هم د١٩٧٩ کال د ديسمبر څخه د ١٩٨٩ کال تر فيبروری پوری دافغان حکومت په پلوۍ په جنګی عملياتو کی دشوروی وسله والو قوتونو برخه اخيستل ګڼل شوی دی . که څه هم پدغی يادونې کی دهغه وخت دشوروی مشرتابه دپاليسيو ومنفی اړخ ته ګوته نيول شوی ٫ مګر زما په اند دعلت ښودلو داډول فورمول بندی د موضوع ټول واقعيت نه څرګندوی . داځکه افغانانو اونړيوالو په رڼو سترګو ليدل چی د ١٩٧٩ د ديسمبر ( د ١٣٥٨ دجدی شپږمي ) وروسته دايوازی په جنګ کی دشوروی اردو برخه اخيستل نه بلکه د دوست هيواد افغانستان نيغ په نيغه اشغال وو . لدی نه پرته داخبره هم ترلمر سپينه وه چی داشوروی قوتونه نه وه چی په جنګی عملياتو کی يی دافغانی حکومت په پلوۍ برخه اخيستل بلکه دا دافغانستان کښينول شوی حکومت وو چی دشوروی قوتونو په پلوۍ يی دازادی غوښتونکی پاڅيدلې اولس په وړاندی په جنګی عملياتو کی برخه اخيسته . اوس وينو چی ددغو دوو فورمول بنديو منځپانګه يو له بله څرګند توپير لری . پکارده چی واقعيتونه په خپله اصلې بڼه وښودل شی څو پربنسټ يی څيړنې او شننی هم ريالستيکه بڼه واخيستلای شی .
لکه څنګه چی دافغانستان پرونۍ تراژيدۍ شوروی امپراتوری دړی وړی کړه او دولاديمير پوتين په وينا دا کار دشلمې پيړۍ تر ټوله ستره جيوپوليتيکی فاجعه وګرځيدل ٫ همدارنګه په پخوانې شوروی جمهوريتونو کی نننۍ بحران ٫ دقفقاز بی ټيکاوه حالت ٫ په جنوبی اوسيتين کی کړکيچ ٫ اوکراين او ګرجستان ته دناټو نژديوالۍ ٫ دنشه ای توکو بزنيس او دروسيی پر شاوخوا دناټو راټوليدل او داسی نوری ډيری ناخوالې چی روسيی ته يی سرخوږۍ پيداکړی دي ٫ دافغانانو داوسنې ناورين سره بی اړيکو ګڼلای نشو .
په وړاندی شوې طرحه کی زه د طرحی دليکونکو سره په بشپړه توګه همږغۍ يم چی ليکی :
٫٫ څيړنې او شننې ښئی چی د روسيی پرشاوخوا د پرتو ناخوالو څخه دوتلو او خلاصون يوازنۍ ريالستيکه لاره داده چی په افغانستان کی بايد د يوه ازاد ٫ قوی او يوموټې دولت دجوړيدو پخاطر ليڅی را ونغښتلې شی . داکار دپرنسيپ له مخی په نوی بڼه سره هلوځلو اړتيالری ،،
.
پدی توګه زه دکنفرانس يا فاروم وټولو گډون کونکوته وړانديز کوم چی همدغه ټکۍ دبحث او لانورو څيړنو پخاطر داصلی موضوع په توګه وټاکې ٫ په هراړخيز ډول يی ترژور بحث لاندی ونيسی اوترهغی کچی يی بشپړ کړی څودکنفرانس دپريکړو په لړ کی دروسی فدراسيون مشرتابه ته پدی موخه وړاندی شی چی دافغانستان دسولې او پخلاينی په لارکی يی دخپل دريځ په توګه په پام کی ونيسی او دپياده کولو دپاره يی دخپل لوری نه هراړخيزی هلې ځلې او مرستې وکړی .

داخبره بايد له ياده ونه باسو چی روسيه دشوروی اتحاد دمستقيم ځای ناستې په توګه که څه هم اوس هغه زبرځواک ندی خو په سيمه کی ديوه اغيزمن ځواک پشان کولای شی دافغانستان دټيکاو په چارو کی لکه منفی ٫ همداسی مثبت رول ولوبوی . خوترهغه ځايه چی د افغانستان کړکيچ په روسيه کی هم دناخوالو ريښو ته اوبه ورکوی ٫ ځکه نو دا د روسيی په ګټه ده چی ددغه هيواد د ټيکاو سره مينه وښئی او دزړه له کومی يی ملاتړوکړی .علامه اقبال لاهوری چی پخپله افغان هم نه وو ٫ دافغانستان په اړه يی څومره رياليستيکه يادونه کړيده :
اسيا يک پيکر اب و ګِل است
ملت افغان دران پيکر دل است
زفساد او فساد اسيا
وزګشاد او ګشاد اسيا
( فساد دلته دناخوالواو کړکيچونو په مانا او ګشاد د ازادۍ او ارامۍ په مانا راغلې دی )
له همدی کبله دغه داسيا زړه او مهم جيوپوليتيکی موقعيت ته يی تل دنړيوالو پام اوښتې اوچی چا ددغه زړه ناروغتيا غوښتې ده ٫ پخپله دزړه په درد اخته شويدی . ددغه واقعيت پايلې دمعاصر تاريخ په وروستيو کی له هرچانه روسيی ته ښه معلومی دی . تاريخ ښودلې اودافغانستان نننۍ ستونزی ددی ښکارندوی دی چی پدی هيواد کی ناخوالي نه يوازی سيمه بلکه تر ټاکلې کچی ټوله نړۍ په يوه يا بل ډول د ستونزو سره لاس اوګريوان کولای شی .
داخبره هم له هيچانه پټه نده چی په سيمه کي دامريکايی وسله والو قوتونو او دناټو دپوځی ټولګيو شتون روسيی ته د سرخوږ جوړوي ٫ دغه هيواد ويوه بل ساړه جنګ او ورسره تړلو وسلوالو سياليو ته راکاږی چی داکار وسترو مادی اومالی لګښتونوته اړتيالری ٫ د روسيی اولسونوته اقتصادی ستونزی زياتوی ٫ دنشه ای توکو قاچاق اوبزنيس پراخوی ٫ دفوندامنتاليزم زڼۍ زرغونوی ٫ دفناتيزم مختلف ډولونه راپاروی اونړيواله مافيا چی روسيه داګړۍ هم تری نه بيغمه نده ٫ غښتلې کوی . داټول فکتورونه روسی نيشنليزم ته وده ورکوی چی داکار بيا د ګڼ ميلتی روسيی وملی يووالې ته خورازيان رسوی .
ددغو ټولو واقعيتونو په پام کی نيولوسره روسيی ته پکار ده ديوه ازاد ٫ يوموټې اوپياوړی افغانستان دجوړولو په چارو کی مرسته وکړی او دشوروی کرملين دغلط ٫ دوه مخی او داخلاقی چوکاټ نه وتلې سپاست سره دتل دپاره مخه ښه وکړی . روسيی خو بيله هغه هم په عمل کی وليدل چی دهغه شيطانی سياست پايلو دشلمی پيړۍ تر ټولو ستره جيوپوليتيکی فاجعه منځته راوستل اوتاريخی روسيه يی د زبرځواکۍ نه شاته وغورځول . روسيه بايد داخبره هم په ياد ولری چی دنړيوالو پرابلمونو دحل په چارو کی د روسيي مثبته او صادقانه ونډه اخيستل ٫ دنړيوالو په وړاندی د روسی دولت اعتبار جګوی اوپه کور دننه کی يی سياسی مشرانو ته ګرانښت ور په برخه کوی .
کنفرانس ته وړاندی شوی طرح دافغانستان په اړه د روسی لوړکچوسياستوالو ترمنځ د دری ډوله نظريو دشتون يادونه کوی . زما په اند يوازی د دريمی ډلې نظر رياليستی بڼه او دواقعيت سره تړاولری چی هغوی ديو موټې ٫ ازاد اوپياوړی افغانی دولت جوړول اوټينګښت دروسيی په گټه بولې او روسی چارواکی ددغسی دولت په جوړيدو کی دهر راز مرستی ښندلواو ټينګ ملاتړ پخاطر هڅوی . د همدی لامله دکنفرانس ګډون کوونکو ته پکار ده څو ددغی ډلې سياستوالو پرڅنګ و دريږی او د دوی دريځ پياوړۍ کړی .

په طرح کی همدارنګه د م. م. تر پوښښ لاندی د ( په افغاستان کی سوله او سوکالې ) ( # ) پنامه ديوه نوی نړيوال کنفرانس د رابللو وړانديز شوی چی په کابل کی بايد ترسره شی . ماته داموضوع ځکه په زړه پوری ښکاره شوه چی ما لا څه موده وړاندی په خپله يوه ليکنه ( د ټولټاکنو ستونزی او دټيکاو لارنقشی ) ترنامه لاندی دپوهنوال روستار تره کی او ښاغلی وحيد وحيدالله پر ورته وړانديزونو باندی خپل نظر څرګند کړی وو او لوستونکی يی په افغان-جرمن انلاين او نورو افغانی سايتونو کی لوستلای شی . دبن دکنفرانس ترټولو ستره نيمګړتيا هم دا وه د طالبانو غورځنګ يی په کړکيچ کی ديوه اغيزمن اوپياړی قوت سره سره له پامه وغورځاوه او ديوی وړوکی سياسی ډلې ګټی يی دهيواد داکثريت اولس پر ګټو باندی وتپلې . په نوی نړيوال کنفرانس کی دګډون کوونکو لړليک اودکنفرانس دندی هم تر لويه بريده په وړانديز کی په ګوته شوی چی زما په ګمان بشپړی ندی ٫ لانور بحث اوبشپړولو ته اړتيالړی . زما وړانديز دادی چی ددغسی يوه احتمالی نوی نړيوال کنفرانس تر رابللو دمخه بايد په افغانستان کی داوسنی کړکيچ دافغانی اړخونو تر منځ دعادلانه پرنسيپونو پربنسټ دسولی تړون لاسليک او په کنفرانس کی بيا دهغه حقوقی اړخونه ټينګ او دپاخه او دايمی انفاذ دپاره يی تظمينونه په ګوته شی . نړيوال کنفرانس ته بايد همدارنګه دافغانستان دهراړخيزی بيا رغونی يو کومپلکس پلان ( ماشال پلان ) چی اومليک يی لا دمخه جوړ شوی وی ٫ دڅيړنی او تائيد په موخه وړاندی شی . ښه به دا وی چی ددغه نړيوال کنفرانس دلاری م. م. ته وړانديز وشی څو دسوله ايز افغانستان دپاره د بی طرفی ستاتوس ( موقف ) ومنی او تظمين يی وکړی . پدی توګه به افغانستان دنامهربانو ګاونډيانو له لاسوهنی بيغمه او دسوکالې لاره به خپله کړی .

په افغانستان کی دسولې تړون ته دلاری هوارولو په موخه دښه نيت ښودلو په توګه ضرور ده د وسله وال اپوزيسيون سره تړلې سياسی بنديان ازاد اومشران يی له تورلست نه وايستل شی . فکر کوم که ددی کار دپاره ټينګه اراده شتون ولری ٫ کيدلای شي دامريکا نوی اداره داړوندو لارو وهڅول شی چی په پوره باور به هغه هم دی خبری ته غاړه کښيږدی . طالبانو هم ددی وطن په کوڅو کی خاړپوڅی کړی او ورباندی ګران دی . دبل پلو نه دعلمای کرام په توګه دوی پدی ښه پوهيږی چی په سوله او شګوفانۍ کی خلګ خپل دينی وجايب په ښه ډول ترسره کولای شی چی پدغه کارکی بيا د دارالفنا او دارالبقا ( دنيا او اخيرت ) گټې نغښتې دی . ددی دپاره چی دسولې تر تړونه پوری لاره لنډه شی ٫ پکار ده م. م. ٫ امريکا ٫ اروپايی ټولنه ٫ روسيه او چين پر پاکستان اوپه ځانګړی توګه دهغه هيواد پرڅارګري اداری ( I.S.I ) باندی زور واچوی او مجبوره يی کړی چی پدی لاره نور دخنډ اچولو نه لاس واخلې .
په مسکو کی را بلل شوی فاروم ته د وړانديزونو طرح ديوی بيخی نوی خبری يادونه هم کوی چی هغه دپښتنو او روسيی تر منځ د ديالوګ غوښتنه ده . که دخدای حق خبره وکړم ٫ زه پدی باندی پوه نشوم چی دی کار ته دهدف په سترګه کتل شوی که د وسيلې ؟ ددغه هدف يا وسيلې اصلې منطق څه دی ؟ د ديالوګ موخه ٫ دندی او لدی نه به دواړو خواوو ته ترلاسه کيدونکی احتمالې گټی کومی وی ؟ زه ډارلرم چی داکار به ترکيی ته بهانه پلاس ورکړی څو دافغانی ازبکو وړونو سره ځانته جدا ديالوګونه مخته بوزی ٫ ايران او تاجکستان به بيا زموږ دهزاره وړونوسره چی شيعه مذهب پالی اوتاجکو وړونوسره چي ژبنی نژديوالۍ لری ٫ ديالوګونه په لاره واچوی . زما په اند به دا کار په طرح کی د واحد ٫ يوموټې ٫ ازاد او پياوړی مرکز درلودونکې افغانستان دجوړولو سره په ټکر کی راشی او دغه بنسټيزه موخه به ترسوال لاندی راولې .
داخبره څرګنده ده چی دهيواد جنوبی او ختيځ ولايتونه چی پښتون ميشته سيمې دی داخيرنيو درو لسيزو ناتار سخت ځپلې او دا اوس هم دخاوروسره خاوری پاته دی . داچی وړاندی شوی طرحي دافغانستان دبيارغونې په لړ کی دننګرهار او هلمند ولايتونو ته دځانګړی پلان سره پام اړولې ٫ دا د خوښۍ خبره ده ٫ دعدالت منطق سمون ورسره خوری او دطرح کوونکوڅخه په مننې ارزی . که روسيه دطرح شوی وړانديز سره سم دننګرهار او هلمند پشان دجنوبی ولايتونو په هراړخيزه رغونه او بيا ودانولو کی پوره او صادقانه مرستې وکړی ٫ دا به دنوموړو سيمو داوسيدونکو سره چی نژدی ټول يی پښتانه دی دروسيی اړيکی ټينګی او د ديالوګ يو طبعی شکل به منځته راولې . زه فکر کوم دا يوازنۍ ډاډمن متود دې چی دخلګو زړونوته لاره لنډوی او يوپربل باندی دباور فضا پراخوی . لدی نه پرته پداسی حال کی چی مرکزی دولت وجود لری د روسيی او پښتنو ترمنځ دمستقيم ديالوګ پرمخ بيولو دپاره سياسی منطق ماته کمزوری ښکاری او هيڅ اړخ به هم تری نه ګټه پورته نکړی .
په پای کی بايد ووايم چی په طرح کی ډير په زړه پوری ټکی ځای شوی دی ٫ که روسی دولت هغه په صاقانه ډول دافغانستان په اړوند دخپلې ستراتيژی بنسټ وګرځوی او په پياده کولو يی کی لازمی هلی ځلې وکړی ٫ کيدلای شی د شوروی دولت نه راپاتی شوو زخمونوته لږغوندی ټکورشی او افغانان پدی پوه کړی چی روسيی د شوروی دولت له پاليسيو سره خدای په امانې کړيده .

پای

_ITEM_PREVIOUS   مطالب دیگر
وړانګه

آغاز سایت

Kabul
19°C
Kabul 19°C | Kandahar 15°C | 23°C
تلاوت

دقرآن کریم تلاوت

Pashto 

پالیسی سایت

  پالیسی د لمر رنا 

E mail

آیمل های سایت 

Arianaتلویزیون آریانا
برنامه های زنده یی
تلویوزیون آریانا 
        

 

اخبار ومسایل مهم کشور

 

 اخبارروز افغانستان 

  روز نامه های کابل

---------- 

فال حافظ

  
نور سایتونه
نورسایتونه
Who's Online دلمر رڼامىنه وال
ما هستيم 11 ميهمانان حاضر
Search
Visitors
بازديد كننده ها: 700535
 
top