arrowخوش آمدید ښه راغلاست Friday, 10 September 2010   

www.wlonga.com

D LMAR RONA-دلمر رنا



 
Main Menu
خوش آمدید ښه راغلاست
English
Deutsch
Guestbook
Weblinks
User logon
- - - - - - -
Games سرگرمی
Recommend پیشنهادات شما
Contact us
Latest News مطالب جدید
وړانګه

آغاز سایت

kaina-parlanنوی کابینه - دپارلمان دپریکړو چاپ

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

نوی کابینه - دپارلمان دپریکړومنفی اومثبت اړخونه

د کورنی او بهرنیو انډیوالانو لخوا د را منځته شوو ډیرو ستونزو تر ګاللو وروسته کرزی اخر پدی وتوانیدی چی د نوی کابینی دپاره د ۲۴ تنو نوماندو غړو یو نوملړ د باور ترلاسه کولو په هیله اولسی جرګی ته وړاندی کړی . اولسی جرګه چی دخبلو ږمنیو رخصتیو په درشل کی وه او دی لست ته یی په بی صبرۍ سره انتظار کیښ ، ورسره سم یی دخبلو رخصتیو نیټه هم وځندول . د نوماندو وزیرانو په ډله کی نږدی نیمه برخه د پخوانۍ کابینی هغه غړې وه چی پخپلو کارونو کی بریالې بریښیدل ، دفساد ګوته پخپله ددوی خواته نه وه کږه شوی ، د اولسی جرګی اړوندو کمیسیونو هم ورباندی ډیری نیوکی نه درلودې او همدغی جرګی په لوړ شمیر رایو سره هغوی د وزارت پرچوکیو کښینولې وه . پاته له نیم نه زیاته برخه یی هغه کسان وه چی دخارجی او داخلی انډیوالانو سره تر اوږدو سلا مشورو وروسته کرزی نومولې وه . ددوی له پیږندلیک نه ښکاریده چی لوستې کسان دی او لږوډیره کاری تجربه هم لری .

کله چی دغو نوماندانو اولسی جرګی ته خپل کاری پلانونه وړاندی کول ، دجرګی دغونډو سا لون تقریبا خالی وو . داچی یوازی دکمیسیونو مشرانو له هغوی نه دپوښتنو دنده درلوده نو دوی بیچاره ګان د وظیفوی اړتیاوو له مخی نیم ویښ او نیم ویده دخبلو فورمالیټی پوښتنو د نوبت په انتظار په سا لون کی نا ست وه . دا ټول جریان دملی تلویزیون د لاری ډایرکټ په ږوندۍ بنه خپور شو . یوه ورځ کله چی زه دڅو نورو انډیوالانوسره ددغه جریان وتماشی ته ناست وم ، یوه انډیوال می رانه وپوښتل چی دلته خو د وکیلانو ۸۰ ٪ حاظر ندی چی د نوماندانو پلانونه واوری او دپوښتنو ځوایونه یی سره پرتله کړی ، بیا به نو دوی دکوم معیار له مخی دهغوی په هکله قضاوت وکړی او رایه به ورکړی ؟ مالا ځواب ته ځان جوړ کړی نه وو چی یوه بل دلته ناست انډیوال په خوله کی ورولوید او ورته یی وویل چی ته خو ډیر ساده سړۍ یی ، د رایی ورکولو پریکړه خو لا پخو وکیل صاحبانو دنورو معیارونو له مخی له ځانه سره کړیده ځکه نو ددوی د اوږدو کیسو په ارویدلو خپل ارزښت لرونکۍ وخت نه ضایع کوی .

د رایی ورکولو په ورځ د وکیلانو لویه برخه چی نږدی ۲۳۲ تنه کیدل ، په سالون کی حاظر وه او د رایو شمیرلو پایلو وښوده چی یوازی ۷ تنو د باور رایی ترلاسه ، پاته ۱۷ تنو دابریالیتوب ترلاسه نکړ او دوزارت چوکۍ یی په خوب او خیال واوښتل .

راشې پردی هم غور وکړو چی ایا داپریکړه د اولسی جرګی خپله غوښتنه وه او که دنورو دغوښتنو سره سم یی داکار ترسره کړ ، ددی کار مثبت او منفی اړخونه به کوم وی او په اخیر کی به ددغی وزلوبی پایلی د چا به ګټه او دچاپه ژیان وی . دا یوه خیره خو اظهر من الشمس ( تر لمر سپینه ) ده چی وکیلانو دا کار د نوماندو وزیرانو د وړتیا یا ناوړتیا پربنسټ ندی ترسره کړی . داځکه چی د دوی قاطع اکثریت دنوماندانو دسوال اوځواب پروخت په غونډه کی حاظر نه وو ، دکاری پلانو جژییات او دپوښتنو ځوابونه یی وانه وریدل . لدی پرته به ډیره سخته وی چی دیو چا په اړه عینی قضاوت وشی . برسیره پردی دوی و یو شمیر هغو نوماندانو ته هم منفی رایی ورکړی چی دخپلو وزارتونو په پخوانیو دندو کی بریالی پیږندل شوی وو . دا ټول هغه څه دی چی د وړتیا پربنسټ د وکیلانو قضاوت تر پوښتنی لاندی راولی . لدی نه په ډاګه ښکاری چی ډیریو وکیلانو خبل شخصی قضاوت ندی کارولې او دنورو ملحوظاتو تر اغیزی لاندی یی رایه ورکړی ده . په اولسی جرګی کی د نعیم فراهی پنامه د ډاکتر عبدالله یوه مرید خو په ډاګه وویل چی داکار په اولسی جرګی کی زموږ د متحدی جبهی د کمپاین او غوښتنی له مخی ترسره شو ، مګر زما په اند داخبره خوشی بیځایه باټی او غورځی پورځی دی . هغه په اصطلاح متحده جبهه خو لا پخوا نا متحده ، تیت وپرک اوسره پاشل شوی ده . داسی ښکاری ښاغلۍ فراهی چی تل ضد او نقیض خبری کوی نه یوازی دسیاست او پارلمانی اخلاقو سره نابلده سړۍ دی بلکه داخبره یی هم له یاده وتلې هغه مهال چی د دوی له نظره جبهه یوموټې او بشپړه وه ، دوی ونشوه کړای دخپلی دغی جبهی و یوه ډیر پیاوړۍ غړۍ صدیق چکری ته د همدغی اولسی جرګی دباور رایی واخلی او هغه د حج او اوقافو وزارت پر چوکۍ کښینوی ، نو اوس چی دجبهی سره هیځوک نشته دا دومره معجزه یی څنګه ترسره کړه . خبره چی هر څه وی خو د دغی سره پا شل شوی جبهی سره هیڅ ډول تړاو درلودلای نشی .

په هرحال دغی پریکړی زما په اند منفی او مثبت دواړه اړخونه درلودل . په مثبتو اړخونو کی یی لاندی ټکی د یادونی وړ ښکاری :

۱ – په افغانی ټولنی کی له اوږدو انارشیستی کډوډیو وروسته د دموکراسۍ انستیتوتونه يه کار لویږی .

۲ – لږ ترلږه که په ظاهری بڼه هم وی خو د رایو ورکولو او رایو شمیرلو جریان روڼ بریښیدی .

۳ - دپایلو تر ټولو برجسته مثبت ټکۍ زما په اند داوو چی د قومی ، سمتی ، ږبنی او سیاسی اړیکو اغیز او رول پدغو رایی ورکولو کی پیکه ښکاریدی . که د نورو خارجی ملحوظاتو اغیز نه وای نو دغه ټکۍ د پارلمان دغړو دسیاسی ودی د ارزولو په موخه ډیر لوړ معیار کڼل کیدلای شو چی له بده مرغه داسی نه ښکاری .

۴ – دجنګسالارانو لخوا تپل شوی نوماند وزیران رد شول چی کولای شو داکارپر دوی باندی دخلګو لخوا یوه ضربه وګڼو .

۵ – او ځینی داسی نور مثبت ټکی .

د اولسی جرګی ددغی پریکړی منفی اړخونه :

۱ – دپخونۍ کابینی یو شمیر بریالی غړی چی کاری تجربه یی هم پخه شوی وه له کابینی نه و ایستل شول لکه سنګین امیرزۍ دمخابراتو وزیر ، سید امین فاطمی د عامی روغتیا وزیر ، انوارالحق احدی چی یو وخت د مالیی وزیر وو ، حتی داوبو لګولو او برق وزیر اسماعیل خان چی تر ټاکلی بریده یی یو شمیر لاسته راوړنی درلودی او همدارنګه یوسف پښتون چی یو تکړه او کاربوه متخصص وو .

۲ – ډیر امکان شته چی ددغه ډول کسانو ځای ناستی به له دوی نه کمزوری او کم تجربه وی چی داکار پخپله دکارونو په بریالې پرمحتګ کی منفی اغیز ښندی .

۳ – د راتلونکی دپاره د رد شوو نوماندانو الترناتیف کسان به کرزۍ همدارنګه دهغو جنګسالارانو په خوښه و نوموی چی په ټولټاکنو کی یی دده ملاتړ کړی وو . ځکه چی دا خو دمعاملې یو شرط وو او پکار ده چی عملې شی کنه نو د وعدی څخه تیریدل پخپله یو اخلاقی کار ندی او دانسان ومعنوی اړخ ته زیان رسوی .

۴ – داهم هیڅوک تظمین کولای نشی چی د رد شوو کسانو الترناتیف ځای ناستی به تر دغوکسانو کارپوه او د پوره وړتیا درلودونکی وی . دبیلګی په توګه ښاغلۍ محقق به هیځکله هم له غلام محمد ییلاقی نه بل تکړه او کارپوه سړۍ کرزی ته پلاس ورنکړی چی د وزارت دپاره یی ونوموی .

۵ – دنعیم خان فراهی پشان متعصب او ناپوه سیاستوال لدغی پریکړی نه لکه څنګه چی په ډانګ پییلې وایی ، د خپل ګروپ په ګټه کاراخلی او ملی شورا باید ددغسی دامونو ښکار نشی .

۶ – دا ټول ځنډونه په وزارتونو کی دصلاحیت تشه رامنځته کوی ، دپرمختیا دبهیر مخه نیسی او دنظام جوړونی چاری کمزوری کوی .

۷ – او داسی نور منفی ټکی چی د ټولو یادولو ته اړتیا نه وینم .

دا ځل خو دادی ټول نوی وړاندی شوی نوماندان رد شول ، ولی د دا ډول کسانو شمیر خو دهیواد په کچه لږ ندی چی کرزۍ او انډیوالان به یی پیدا نکړای شی . که خبره همداسی اوږده شی نو پدی لوبه کی به څوک ګټونکۍ او څوک بایلونکۍ وی ؟ زما په اند دهیواد ملی ګټی د دولت داړوندو ارګانو ترمنځ په تشنج او بی باوری کی نه ترلاسه کیږی . دا د وطن اولس دی چی پدی وزلوبه کی ترپښو لاندی او زیانمن کیږی . دشورا غړی به خپل لوړ معاشونه دپخوا پشان اخلی ، د کرزی ګیډه هم تشه نه پاتیږی ، خوهیواد کار او بیارغونی ته اړتیا لری او نړیوال چی هم میخ ټکوی اوهم نال ، پدی بهانه چی کاری ظرفیت او وړتیا نشته ، خپلی مرستی د یوی ورځی نه بلی ته ځنډوی .

پدی هیله چی پردی لاسونه راته په منځ کی لنډ شی او افغانان خپلی ملی ګټی او زیان یو له بله وپیږنی !

پای

_ITEM_PREVIOUS   مطالب دیگر
وړانګه

آغاز سایت

Kabul
19°C
Kabul 19°C | Kandahar 16°C | 24°C
تلاوت

دقرآن کریم تلاوت

Pashto 

پالیسی سایت

  پالیسی د لمر رنا 

E mail

آیمل های سایت 

Arianaتلویزیون آریانا
برنامه های زنده یی
تلویوزیون آریانا 
        

 

اخبار ومسایل مهم کشور

 

 اخبارروز افغانستان 

  روز نامه های کابل

---------- 

فال حافظ

  
نور سایتونه
نورسایتونه
Who's Online دلمر رڼامىنه وال
ما هستيم 18 ميهمانان حاضر
Search
Visitors
بازديد كننده ها: 700513
 
top