|
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
د ټولو سیاسی ګوندونو دپام وړ لکه څنګه چی د سیاست سره تړلې ټول وطنوال پدی پوهیږی ، زموږ ګران هیواد افغانستان دا ګړۍ دخپلو وروستیو د رو لسیزو و ډیر نازک پړاو ته نږدی کیږی . په نړیوال ډګر کی دافغانستان په اړوند دشکیلو هیوادونو اولسونه نور نه غواړی چی د ژړه ټوټی بچیان یی پرنامعلومو لارو خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړی او دمالیاتو پیسی یی دیوه بیځایه جنګ د اور په لمبو کی وسوزی . دوی لدی حالت نه په تنګ راغلی اوخپل مشران یی اوس دپیړۍ دپیل دکلونو له درانده خو به راویښ کړیدی .نور د بوش اداره نشته چی ځان یی د یو قطبی نړۍ سردار باله او هژمونیستی خیالونو یی دځمکی دکرې پرشاوخوا د وسله وال کمربند پړې تړل . د اوباما په نوی ستراتیږی کی دافغانستان څخه ددوی دلښکرو د وتلو دپیل نیټه يوه دیادولو وړ غوښینه برخه جوړوی . دی خبری دناټو د جنګی غرور کښتۍ هم دڅپڅپانده سمند ر په توپانی څپو کی په ریږدیدو راوستل او اوس یی دشوروی د سره اردو په مشرۍ د وارسا دپکت هغه ماتی نه منونکی باټی نوری پرخوله نه راځی ، یو په بل پسی یی لوړ پوړی جنرالان دخپلی راتلونکی ماتی خوبونه وینی او ددی جنجال نه دوتلو لاری چاری لټوی ، دهیواد په دننه کی سره لدی چی دملی اردو او ملی پولیسو پنامه یولړ امنیتی یبنسټونه منځته راغلې دی خولاتراوسه یی دپرخپلو پښو دریدلو او دهیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو توان په پراخه پیمانه کمزورۍ ښکاری . ددوی دشمیر کموالۍ ، وسله وال پوتنشیال او دبیلابیلو جګړه مارو تنظیمونو سره یی نظریاتی تړاو دهیواد د دفاع او سرترسری امنیت راوستلو په لاره کی ددوی جګړه ایزه وړتیا تر لویه بریده را ټیټوی . له بلی خوا دڅو مخکی کلونو په پرتله د دولت دمخالفو قوتونو جنګی وړتیا پیاوړې شوی ، دترپ او خرپ په حملو کی یی تاکتیکونو پرمختیا موندلې چی له کبله یی دخارجی لښکرو په ګډون ورځ تربلی د ځانی تلفاتو شمیر په زیاتیدو دی . پدی کارسره ددوی جنګی مورال دلوړیدو او د خارجی قوتونو دا بیا د ټیټیدو په لور چټک ګامونه اخلی . داټول هغه څه دی چی دملی روغی جوړی خبره د ورځی اساسی مسله ګرځوی او اړتیا یی ورځ تر بلی پیاوړې کوی . داکار پدی اړه دیوی ټینګی سیاسی ارادی غوښتنه رامنځته کوی چی دغه اوسنۍ دولت یی په یوازی سر د پرمخ بیولو توان نلری . دبل لوری ددغه خونړی حالت پربنسټ په ټولو جنوبی ، جنوب ختیزو او جنوب لودیزو ولایتونو کی په سلګونو زره ماشومان دلیک او لوست نه بی برخی لویږ ی او دبیا رغونی چاری نژدی په ټپه ولاړی دی . ورته حالت د شمالی ولایتونو په لور هم په خپریدو دی . زورواکان د خارجی قوتونو تر سیوری لاندی لا زورور او خپلسرې یی بیاوړې کیږی ، دولتی ځمکی ناوړه لاسونه قبضه کوی او دپرګنولویی برخی دفقر له خط نه لاندی شړل کیږی او اقتصادی مافیا د لا پړسیدو پرخوا چټکه ځی . ملی شورا چی باید دخلګو د ارادی ښکارندوی وای ، د لومړۍ دوری ډیره برخه یی په خپل منځی شخړو ، بدمعاشیو او بوتل جنګیو تیره شوه چی پدی دوره کی یی له بده مرغه د اولس رښتینۍ استازیتوب ونکړای شو . دملی شورا د راتلونکی دویمی دوری دپاره ټولټاکنی هم باید په راتلونکو څو نژدی میاشتو کی ترسره شی . ددی دپاره چی په نوی دوره کی د ملی شورا د غړو دموکراتیک کیفیت لوړ شی ، پکارده چی دسالمو قوتونو استازی په نسبتا ډیر شمیر د دموکراسۍ و دغه انستیتوت ته لاره پیداکړی . د لوړو ناوړتیاوو او ناخوالو څخه د هیواد دژغورلو په موخه ا ړینه ده چی ټول وطنپال ملی او دموکراتیک قوتونه په رښتینی توګه د زړه له کومی لاسونه سره ورکړی ، یو ستر قوت رامنځته کړی څو په پارلمان کی د دموکراتیکو او قانونی اصولو له مخی یو غښتلۍ اړخ وګرځی او لدی لاری دتیاره خوښونکو بنسټپا لو دریځ کمزورۍ او دملی جوړجاړیو دپاره دهیواد دپراخو پرګنو په ګټه یو پوخ بنسټ کښیږدی . دایوازنۍ لاره ده چی د یوی خوا د خارجی قوتونو د ژر وتلو لاره پرانیزی او دبل طرف نه د هغوی تر وتلو وروسته د ۹۰ – یمو کلونو د تنظیمی انارشیزم دبیا را ژوندی کیدو مخه نیولای شی . په همدی هیله زه یوځل بیا دخپلو پخوانیو لیکنو په تړاو دیو شمیر پروطن مینو ځوانانو په غوښتنه او د وخت د حساسو شیبو د اړتیا په بام کی نیولو سره پر ټولو سیاسی ګوندونو ، سیاسی ډلو او ګروپونو ، ملی دموکراتیکو قوتونو ، وطنپالو روحانیونو ، منلو قومی مشرانو ، دپوهنتونونو پر استاذانو ، علمی او اداری کادرونو او نورو ټولو هغو کسانو باندی چی د وطن پدی اوږده غمیزه باندی دزړه له کومی غمجن دی او دخلاصون لاری چاری یی لټوی ، ږغ کوم چی ټول ددغو نازکو حساسو شیبو و غوښتنو ته پام واړوی ، خپل پخوانی ذهنی ( غیر عینی ) اختلافونه او د سلیقو بیلوالۍ یوی خواته پریږدی ، دیوی ګډی لویی غونډی دلاری د یوه ستر سرترسری اغیزمن ګوند و جوړولو او راجستر کولو ته ملا وتړی . دا به دنوموړو قوتونو دپاره یوازنۍ چاره وی چی دهیواد په سیاسی بهیر کی خپل اغیز تر لاسه کړی . پدی کی هیڅ شک نشته چی دځینو ګوندونو ( ګروپونو ) مشران به دخپل مقام د لاسه ورکولو له ډاره د راز راز پلمو او بهانو په وړاندی کولو سره پدی لاره خنډونه رامنځته کړی خو داکار باید د هغو ډلو د سره یوځای کیدو مخنیوۍ ونکړی چی دوی په رښتیا سره ددی ستر ویاړ د تر لاسه کولو مینه وال دی . زما په اند که هره سیا سی ډله لدی کار نه اوږه خالی کړی ، هغه به د اوس پشان دهیواد په سیاسی بهیر کی تجرید ، دهر ډول رول او اغیز څخه به بی برخی او همداسی به دخپلو څو تنو غړو پر اوږو باندی د یوه ناوړه بار په توګه پا ته ، هغه ښادګل چی دی هغه ښادګل به وی . داخبره هم د یادولو وړ ده چی که فرض محال ځینی واړه ګروپ ډوله ګوندونه ځا نونه د کا کا د زوی ، ماما د زوی او نورو خپلوانو د تذکرو په مرسته راجستر هم کړی ( چی یقینی نه بریښی ) ، دوی به پدغو جعلی او غیر سیاسی غړو سره خپل سیاسی کیفیت لوړ نکړای شی او دراتلونکی سیاسی مبارزی په ډګر کی چی داځل به لوی راجستر شوی ګوندونه ګډون پکښی ولری ، ددوی بی اغیزتوب به دنورو سیاسی حریفانو په وړاندی ددوی دشرم ، خجالت او مسخره کیدو لامل وګرځی . پدی توګه د ټولو هغو جوړښتونو څخه چی دلوړ وړاندیز سره همږغی دی هیله کوم چی دقلمی ، تصویری ، صوتی او یا الکترونیکی رسنیو د لاری مثبت غبرګون وښیی او نوری ډلی دیوه فراخوان د لاری وخبر و اترو ته راوبولی . - مخ په وړاندی د یوه ستر سرترسری وطنپال ، ملی او دموکراتیک جوړښت د رامخته کولو په لور ! |