arrowخوش آمدید ښه راغلاست Monday, 06 September 2010   

www.wlonga.com

D LMAR RONA-دلمر رنا



 
Main Menu
خوش آمدید ښه راغلاست
English
Deutsch
Guestbook
Weblinks
User logon
- - - - - - -
Games سرگرمی
Recommend پیشنهادات شما
Contact us
Latest News مطالب جدید
وړانګه

آغاز سایت

jalsai-kabulټاکل شوی کاری ټيم رپوټ چاپ

کابل – افغانستان

د ۱۳۸۸ هـ ش کال د جدی ۱۸-مه

دريمې پراخې سلاکارې غونډې ته د حمـل د مياشتې د غونډې له خوا د ټاکل شوی کاری ټيم رپوټ

زموږ په ګران هيواد افغانستان کې نن تر څلويښتو زیات خارجی هيوادونه پوځي حضور لری او تر اتیا دولتونو ډیر په فعاله توګه د بشری مرستو او په نورو غیر نظامی ډګرونو کې په مختلفو څانګو او سیمو کې په کار او فعالیت لګیا دی . په نتیجه کې يې زموږ هیواد د نړی د رنګارنګ دولتونو اوجوړښتونو د ملی او ګروپی ګټو د ټکر په غوره میدان اوښتئ او د نړۍ همدا جغرافیایی ټوټه د مختلفو کلتورونو، ایدیولوژیو، دینو، مذهبونو او ارزښتونو د رقابت او کشمکش په ستیج بدله شوی ده. که له يوې خوا زموږ هيواد د نړیوالې ټولنې او مختلفو خارجی هيوادونو د ګټو او سیاستونو تر اغیزې لاندی پروت دی، له بلې خوا په افغانستان کې د يوه او يابل هيواد، سازمان او ډلې چلند، ستراتیژۍ او روشونه بیا متقابلا د نړۍ په نورو برخو کې د دولتونو او سازمانونو د اړیکو په ټاکلو، بریاوو او ماتو کې یو له غوره فکټورونو څخه شمیرل کیږي.
د داسې قوی نړیوال پیوستون او د ځواکمنو خارجی هیوادونو او سازمانونو د موجودیت او د هغوی د ملی او ګروپي ګټو تر منځ د سخت او پيچلی رقابت په ډګر کې د افغانستان د ملی ګټو دنظره لویدو او د افغانانو د حقه حقوقو د تر پښو لاندې کیدو امکانات خورا زیات دی. يوازې قوی، قانونی، مسلکی او د ولس له ملاتړه برخمن افغانی دولت او غښتلی سیاسی سازمان او تشکل کولای شی چې د خپل هيواد او افغان ولس ملی ګټې تشخیص، د هغو د ساتلو له پاره علمی او عملی روشونه طرحه او وکارولای شی.
د خواشینی ځای دی چې نن افغان ولس له داسې ځواکمن، مشروع او د ولسی ملاتړ لرونکی دولت او یا اپوزیسیونی اغیزمن سیاسی جوړښت څخه بې برخې دی چې د ملت د اکثریت په ملاتړ زموږ ملي ګټې تعریف کړی، د ولس د پراخه کتلو ملاتړ له ځانه سره ولری، د معقول، مدرن او سوله ایز منطق په مټ يې د خارجی دولتونو او سازمانونو سره طرحه او د لنډې، منځنۍ او اوږدی مودې د سنجول شوې ستراتیژی له مخې يې په پرله پسې او دوامداره توګه ننګه وکړای شی.
زموږ په هيواد کې د سیاسی ګوندونو، قومی شوراګانو، ټولنیزو سازمانونو او مدنی ټولنو شمیر زیات دی، خو دملی ګټو په دایره کې د هغوی د فعالیتونو ترمنځ د عمل د یووالی او د کړو وړو د هماهنګۍ نشتوالی د هغوی دکار او فعالیت محصله را ټيټه کړی ده. په هيواد کې داسې غښتلی او اغیزمن سراسری ګونداو سیاسی جوړښت نشته چې د هيواد په کچه د هيواد پالو، ملی او ترقی غوښتونکو شخصیتونو، جوړښتونو او سازمانونو فعالیتونه هماهنګ او د ترقی او پرمختګ په لور يې وخوځوی.
په ملي کچه د عدالت غوښتونکو وطنپالو او متمدنو ځواکونوسراسری ، لوی او اغیزمن تشکُل د هیواد د ټولو میشتو اتنیکی، ژبنیو، مذهبی، محلی او ټولنیزو ګروپونو د فعال ګډون ، تفاهم او همکارۍ له لارې رامنځ ته کېدای شی. په اوسنیو هیوادنیو، سیمه ایزو او نړیوالو پيچلو شرایطو کې هيڅ سیاسی، ټولنیز ګروپ په ځانګړی توګه د هیواد پروړاندې د پرتو ستونځو د حل توان نه شی تر لاسه کولای. افغانان يوازې هغه وخت کولای شی چې د اوسنیو حالاتو او موجودو چانسونو څخه اعظمی ګټه پورته کړی چې ټول افغانی ملی ظرفیتونه او امکانات منظم او په ښه توګه په کارواچولای شی او د نړیوالو عدالت غوښتونکو،په سوله مینو اودموکراتیکو ځواکونو سره په هماهنګۍ او متقابل تفاهم کې خپل فعالیت تنظیم کړی. د داسې چارو سرته رسول د يوه مدرن، دموکراتیک او د ولسونو په پراخو کتلو کې د نفوذ لرونکی سیاسی سازمان او انسجام موجودیت ته اړتیا لری. داسې اغیزمن او سراسری تشکل بیا یوازې او یوازې د مدرنو دموکراتیکو سازمانی او تشکیلاتی اصولو پر بنسټ منځته راتلای شی.
داسې سراسری اغیزمن سیاسی تشکُل چې د هیواد د وضعیت د عینی تحلیل پر بنسټ د افغانانو د معنوی ارزښتونو له په نظر کې نیولو سره په جمعی خرد اودموکراتیکو اصولو راجوړ شوی او د ولسونو په منځ کې ځای ولری ،کولای شی چې د اوسنی کاواکې وضعې د سمون له پاره ډاډمن متمدن او دموکراتیک الترناتیف وړاندې کړي او د افغانانو په زړونو کې يوځل بیا د امید تخمونه وشیندی.
د داسې سیاسی الترناتیف د ملا تیر د هغو افغانی روشنفکرانو څخه جوړیدای شی، چې په افغانی ټولنه کې يې د ژوند له سختو شرایطو سره تطابق حاصل کړی وی، په ستونځو او کړاوونو کې له زیارکښانو سره څنګ پر څنګ پاته شوی وی، د هيواد حالات يې له نږدې څارلی وی، د ځان او اولادبرخلیک يې له عامو خلکو سره تړاو ولری، په سختو ورځو کې له هېواده د تيښتې میل او چانس ونه لری، د ملت د عامو ګټو په وړاندې له شخصی او ګروپي ګټو تیر ېدو ته چمتو وی، د افغانستان د تاریخی ، سیاسی او ټولنیزو لاسته راوړنو د ساتلو مینه وال او په دې لارکې له نړیوالو سره د سوله ایز دیالوګ او متمدن ديپلوماتیک چلند توان ولرلای شی.
داسې یو مدرن او پیاوړی سیاسی الترناتیف چې د واحد افغانستان د ساتلو او په هغه کې د سوله ایز ژوندانه د تامینولو په خاطر د یوه او یابل ژبنی، اتنیکی، دینی او محلی ګروپ له تبعیض او امتیاز پرته په هېواد کې د ټولو اوسیدونکو افرادو د مساوی چانسونو، حقوقو او مکلفیتونو طرفداری وکړای شی- په هیواد کې د ټولو میشته ټولنیزو ګروپونو د استاذو په ګډون او فعاله برخه اخیستنه رامنځته کیدای شی. د ژبنیو، قومی او محلی امتیازاتو پر بنا او یا پر ځانګړې توګه د یوې او یابلې سیمه ایزې - اتنیکی ډلی او یا منفردو رهبرانو د اصالت پر اساس د يوه اغیزمن سراسری غښتلی او عدالت غوښتونکی سیاسی دموکراتیک ځواک رامنځته کېدل ناشونی دی.
ډیر افغان وطنپال او سیاسی – اجتماعی فعالین چې ځينې يې نن په دې غونډه کې هم را ټول شوی دی، د ډیرې مودې راهیسې د خپل فکر او باور سره سم د هیواد د پيچلو ستونځو د حل په خاطر د افغانی روشنفکرانو او د هیواد د دموکراتیکو ځواکونو د اتحاد او یووالی له پاره هڅې او هاند کوی. د همدې هڅو او تلاشونو په لړ کې موږ او تاسې د
۱۳۸۷ کال د حوت د میاشتې د غونډې د پریکړو سره سمه د روان کال د حمل په میاشت کې دوهمه لویه مشورتی غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې موږ یو له بله سره د افغانی ملی او دموکراتیکو وطنپالو ځواکونو د وحدت د ضرورت او د هغو د عملی کولو له پاره د ممکنو، لنډو او مناسبو لارو د لټون په اړه یوله بله سره نظرونه او برداشتونه شریک کړل او په ګډه سره دې پایلې ته ورسیدو چې: « په هېواد کې د ګوندونو شتون له اندازې زیات دی. ولې هغه څه چې نشته اوتشه يې موجوده ده، هغه د يو داسې غښتلي ګوندموجودیت دى چې د خلکو د هوساينې اودهېواد دپرمختګ لپاره د دموکراتيک نظام، ټولنيز عدالت، د اتباعو دحقوقو دتأمین، دمتوازنې بيارغونې، د لوږې له منځه وړلو، د سولې ، ثبات او امنيت ټینګولو پربنسټو د باور پر اساس د ټولنيزــ توکميز انقطاب او نورو هغو منفی پدیدو د له منځه وړلو لپاره چې د پخوانیو ظالمو او استبدادی رژیمونو بدمرغه میراث دی، صادقانه هاند او هځې وکړی.». (۱)
د همدې یادې شوې تشې د ډکولو په خاطر د حمل د میاشتې د پراخه سلاکارې غونډې را په دې خوا په هیواد کې د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت له پاره د تفاهم په لار کې د کار او فعالیت لنډ رپوټ ستاسې مخې ته وړاندې کیږی.

الف: د حمل د میاشتې د سلاکارې غونډې له خوا
د ټاکل شوی کاری کمیسیون فعالیتونه:

د افغانستان د ملی او دموکراتیک جنبش د فعالینو اود سیاسی تجربه لرونکو ملی شخصیتونو د
۱۳۸۸ کال د حمل د میاشتې په پراخه مشورتی غونډه کې د هیواد په سیاسی ډګر کې د لوی، اغیزمن او سراسری ګوند د تشې د ډکولو له پاره پریکړه وشوه چې د عدالت پاله، ملی اود موکراتیکو ځواکونو د اتحاد په لار کې باید پرله پسې، دوامداره او نه شلیدونکی کارته په حوصله مندۍ او پراخه سینه دوام ورکړل شی. دې هدف ته د رسیدو له پاره یو کاري ټیم چې له پنځلسو نفرو څخه جوړ شوی ؤ، وټاکل شو.
دې کاري ټیم د هغې ورځې څخه تر ننه پورې په نه ستړی کیدونکې توګه دوحدت د چارو په اړوند د سلا او مشورو او اغیزمنو لارو د موندلو او همدا راز د منظم او پرله پسې کار د تر سره کولو په منظور د هرې چهارشنبې په ورځ د ماسپښین له دوو بجو څخه تر شپږو بجو پورې خپلې نوبتی غونډې جوړې کړی دی. له هغې ورځې تر اوسه پورې هيڅکله هم د چهارشنبې د ورځې نوبتی غونډه نه ده قضا شوې. په دې توګه دې کاری ټيم د حمل د پراخه غونډې له جوړيدو څخه را وروسته پوره (
۴۰) څلويښت منظمې او نوبتی کاری غونډې کړی دی. که په متوسط ډول یوازې د همدې نوبتی غونډو ګډون کوونکی څلور ساعته وخت د غونډې په بهیر او یونیم ساعت وخت د تلو او راتلو له پاره مصرف کړی وی، نو هر منظم ګډون کوونکي لږ تر لږه (۲۲۰) دوه سوه او شل اجتماعا لازم کاری ساعتونه د همدې هدف له پاره بې له معاش او امتیازه وقف کړی او سربېره پردې يې د کابل په ښار کې د انتقال او ترانسپورت ستونځې او له هغې سره تړلی مصارف او خطرونه پخپله غاړه اخیستی دی.
دا هره غونډه د منظمې اجندا او معین کاری دسپلین په لرلو سره د صمیمیت او دموکراسۍ په فضاکې جوړه شوی ده. په هره کاری غونډه کې د هر ګډون کوونکی دندې ټاکل شوې او په راتلونکو غونډو کې يې راپور وړاندې شوی دی. البته د غونډې ګډون کوونکو یوله بله سره د مساوی حقوقو لرونکو افرادو په حیث ګډون کړی او د متقابل ګذشت، دلیل راوړلو او اقناع له لارې يې پریکړې کړې او په رضامندانه توګه يې دندې ويشلې دی. داسې چې د ټیم د غړو ترمنځ مشر او کشر نشته او يو څوک بل چاته دستور نه شی ورکولای. د غونډې اداره هم په مختلفو ورځو کې بيل، بیل کسان په غاړه اخلی.
د حمل د میاشتې د سلاکارې پراخې غونډې له خوا د ټاکل شوی کاری ټیم نوبتی غونډې آزادی دی او کولای شی چې نور مینه وال او د ټاکلی کاری ټيم څخه د باندې کسان هم پکې ګدون وکړی او د خپل نظر په وړاندې کولو سره د غونډې محتوا غنی او د وحدت پروسه ګړندۍ کړی.
د اونييزو نوبتی غونډو سربیره ټاکل شوی کاری ټيم د اړتیا په وخت کې ځينې فوق العاده غونډې هم نیولی دی. نورې شوراګانې او تفاهمی غونډې يې رابللې او په هغو کې يې هم فعال ګډون کړی دی. په ځينو خاصو حالاتو کې د ځينو چارو د اجرا له پاره یا لوی مجلسونه نیول شوی او یا هم درې او یا څلور نفری واړه مؤظف کمیسیونونه کارته ګمارل شوی دی. دټیم د غړو او د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت د مینه والو انفرادی لیدنې کتنې او منډې ترړې هم د پام وړ دی. دا خو څرګنده ده چې دا ټول کارونه د هيڅ ډول امتیاز او معاش پرته په رضامندانه ډول د هر چا د وجدان په حکم په مینه او علاقه سره سرته رسیدلی. داسې چې دې کاري ټيم د کمو امکاناتو او زیاتو مشکلاتو په لرلو سره د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت په لارکې د خپل توان سره سم نه ستړی کیدونکی، دوامداره او منظم کارته دوام ورکړی دی.
مؤظف کاری ټیم د حمل د میاشتې د پراخه سلاکارې غونډې اسناد (د وحدت په اړه د مختلفو ګوندونو د نظرونو رپوټ، فراخوان برای ایجاد یک حزب بزرګ و تاثیر ګذار بر روند های سیاسی کشور و اتحاد همه نیروهای ملی و دموکراتیک او بلنلیک) په پراخه پیمانه په مرکز او ولایتونو کې خپاره کړی او د یو لړ سازمانونو دفترونو ته يې هم سپارلی دی. څرنګه چې د حمل د میاشتې په غونډه کې «د وحدت په اړه د مختلفو ګوندونو د نظرونو رپوټ» کې د وحدت په اړه د ملی ګوند، ملی یووالی او سولې غورځنګ نظرونه په تفصیل سره لیکل شوی ؤ، دا رپوټ د دوی د معلوماتو او ارزونې په منظور د هغوی هر یوه دفتر ته ورسپارل شو.
د حمل د میاشتې د پراخه سلاکاری غونډې له خوا ټاکل شوی کاری ټیم په ولایتونو کې د وحدت له پاره د تفاهم د شوراګانو د جوړولو، د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت د پروسې د چټکولو او همدا راز په ولایاتو او ولسوالیو کې میشتو ملګرو د سلا او مشورو د اخيستلو له پاره پریکړه وکړه چې د ولایتونو په لور کاری سفرونه تنظیم کړی. په دې لړ کې تر اوسه پورې د ننګرهار، بغلان، هرات او مزار ولایتونو ته رسمی کاری سفرونه شوی، د هغې ځای له ولایتی شوراګانو او نورو ملګرو سره يې د وحدت د پروسې د چټکتیا او دکار د مناسبو او منلو وړ میتودونو د موندلو او عملی کولو په خاطر يې د سلا او مشورو له پاره لیدنې کتنې تنظیم کړي، چې ډيرې مثبتې پایلې يې هم لرلی دی.
د کار مؤظف ټیم په کابل کې د وحدت د پروسې د چټکتیا له پاره په پل چرخي، احمدشاه بابا مېنه، پکتیاکوټ، نوې کارته، قرغه، خیرخانه او مکروریونونو کې اوه محلی شورا ګانی ایجاد کړی چې د هغو د بهبود او استحکام له پاره به نور هم کار دوام ومومی.
د یادونې وړ ده چې د قوس د میاشتې په پنځلسمه نېټه د ځينو ملګرو اوپه خاصه توګه د ننګرهار د ولایتی شورا په وړانديز د نننۍ پراخه مشورتی غوندې د تابیا د نیولو په خاطر د موظف کاری ټیم له خوا يوه پراخه تدارکاتي غونډه جوړه شوه، چې د موظف کاری ټیم غړی، د ننګرهار او وردګو د ولایت د ولایتی شوراګانو او همداراز د کابل د اوو محلی شوراګانو استازی ورته رابلل شوی ؤ.
مؤظف کاری ټيم د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د يووالی له پاره د تفاهم او متقابل باور کار د هيواد دملی ، عدالت غوښتونکی او دموکراتیک جنبش په منځ کې هم په عمودی او هم په افقی سطحه کې پلان کړی او پرمخ بوولی دی. داسې چې له یوې خوايی د ملی او دموکراتیکو جوړښتونو، سازمانونو او کړیو له رهبری ارګانونو سره تماسونه نیولی او هغوی يې اتفاق او وحدت ته رابللی او په عین وخت کې يې له بلې خوا د منفردو ملی او دموکراسۍ پلوه شخصیتونو او د سازمانونو د غړو ترمنځ د وحدت او اتفاق اړتیا تشریح کړی او هغوی يې په دې اړوند خپلو ملی او ټولنيزو دندو ته متوجه کړی او د وحدت په پروسه کې يې فعالې برخې اخیستنې ته تشویق کړی دی.
ب: له سازمانونو او جوړښتونو سره کار او اړیکې:-
د حمل د لويې مشورتی غونډې لخوا ټاکل شوی کاری ټیم د هغو ملی او وطنپالوحلقو او سازمانونو له رهبری ارګانونو او اغیزمنو شخصیتونو سره چې له فکری، سیاسی او اجتماعی لحاظه ډير شریک مرامی ټکی لری، مکرر تماسونه نیولی او له هغوی سره يې د ملی منافعو د حفاظت په خاطر د وحدت په اړتیاخبرې کړی او د مدرنو دموکراتیکو اصولوپراساس يې عملی وحدت ته رابللی دی، چې د ځينو لنډ راپور به دلته وړاندې شی.
۱ - د ملی ګوند له رهبرۍ سره اړیکی او پایلې يې:
د ملی او وطنپالو جوړښتونو سره د لیدنو کتنو په لړ کې مو د ملی ګوند له رهبرۍ سره تماس ونیو. ددې ګوند رهبرۍ لکه څنګه چې د حمل د میاشتې د مشورتي غونډې ترمخه يې هم زموږ له پلاوی سره په لیدنه کتنه کې د وحدت په ضرورت ټینګار کړی او په شفاهی توګه يې خپل عام او تام چمتو والي څرګند کړی ؤ، د حمل د میاشتې د مشورتي غونډې کار او وړانديزونه يې هم بې له کوم قید او شرطه په پوره ډول تائيد کړی دی. د افغانستان ملی ګوند د یوه وطنپال جوړښت په حیث موږ ته په لیکلې توګه د ملی او دموکراتیکو قوتونو د وحدت په اړه خپل دريځ په روښانه او لیکلی توګه را استولی او په هغو کې يې داسې لیکلی دی:
اقتباس:
((د سلاکارې غونډې درنو ګډون کوونکو او تنظیم کوونکو!
تر هرڅه لومړئ د يوه ملی، سراسری ګوند د جوړولو په لور ستاسې هلې ځلې د قدر وړ دی او موږ يې د زړه له کومی ستاینه کوو.
د افغانستان ملی ګوند مشری په دې باورده چې په دې نازکو او حساسو شرایطو کې هيڅ یو کوچنی، تيت او پرک ځواک نه شی کولای چې د ملی ګټو د لاس ته راوړلو جوګه شی او د دارنګه هلو ځلو پایلې به بې اغیزې وی. نو ځکه يو ځل بیا ستاسې په خبرتیا رسوو چې د ملی ګوند رهبری ستاسو د رالیږل شوی هیئت سره په لیدنه کتنه کې د دموکراتیکو اصولو پربنسټ د مخکنی قید او شرط پرته د يووالی له پاره خپل تیاری اعلان کړی ؤ او د يووالی په اړوند زموږ د ملی ګوند د دویمې کنګرې پیام هم ددې له پاره چې ستاسې په رابلل شوې پراخه غونډه کې ولوستل شی، ستاسې په اختیار کې درکړل شوی ؤ، خو په تاسف سره چې بیا ستاسې په غونډه کې ونه لوستل شو.
په هر حال څرنګه چې وخت په چټکی سره مخ په تيریدو دی او په هیواد کې سیاسی او ټولنیزې پيښې د هرې ورځې په تیریدو سره چټک بدلون مومی او نوی کيږی. د ساری په توګه (د ولسمشری او ولایتی شوراګانو ټاکنې...) را نږدې کېدونکی دی. نوموړی شرایط ټول هيواد پال، مترقی او دموکراتیک ځواکونه دې ته اړباسی، تر څو پخپلو منځو کې سره یوموټی او ددې جګړې ځپلې خاورې د خدمت له پاره تیار شی. نو ځکه د افغانستان ملی ګوند ملګری د ټولو سوله غوښتونکو، مترقی، ملی او دموکراتو ځواکونو، ګوندونو، شخصیتونو او په ځانګړې توګه ستاسو همفکرو او هم سنګرو ملګرو څخه دا هیله لری، او وړانديز کوی تر څو د وخت د ضایع کولو پرته د لوی سرتاسری ګوند د جوړولو له پاره اوچت، زړور او ګټور ګامونه واخلی.
د افغانستان ملی ګوند د پورته یاد شوو ملګرو سره د قید او شرط پرته د دموکراتیکو اصولو پربنسټ هر ډول تشکیلاتی یووالی ته تیار او د عمل له پاره سترګې په لار دی.))
په دې توګه د ملی ګوند رهبرۍ په خورا وضاحت سره د دموکراتیکو اصولو پراساس د وحدت پروسه تائيد کړی او خپل بې قید او شرطه حمایت يې ترې څرګند کړی دی، چې د هيواد په کچه دوحدت د پروسې په اړه دا یوه بې ساری او لويه لاسته راوړنه بللای شو. اوس ددې وخت را رسیدلی دی چې په عمل کې د وحدت د پروسې د پراختیا او چټکتیا له پاره ګډې لارې ولټول شی او عملی ګامونه پورته شی.
۲ - د ملی یووالی ګوند سره تماسونه او پایلې:
د حمل د میاشتې د پراخه سلاکاری غونډې له خوا ټاکل شوی کاری ټیم د وطنپالو ملی او دموکراتیکو سازمانونو سره د تماس په لړ کې د افغانستان ملی یووالی ګوند سره هم تماسونه نیولی، د حمل د میاشتې د غونډې ګډون کوونکو ته د وړاندې شوی «د وحدت په اړه د مختلفو ګوندونو دنظرونو رپوټ »، د غونډې له خوا تصویب شوی «بلنلیک» او نور سندونه يې ورته رسولی دی.
هيره د نه وی چې د حمل د میاشتې په اتمه نېټه (د دوهمې پراخه سلاکارې غونډې ترمخ) زموږ له پلاوی سره د ملی يووالی ګوند رهبرۍ په لیدنه کتنه کې د ملی او دموکراتیکو قوتونو په وحدت ټينګار کاوه او ويې ویل چې «وحدت هغه عینی ضرورت دی چې هيڅوک ورڅخه انکار نه شی کولای. .. موږ سل په سلو کې وحدت او يووالی ته ضرورت لرو... موږ ستاسې له نظره سره سل په سلو کې موافق يو او یو فیصد مخالفت هم ور سره نه لرو... په ملی يووالی کې دموکراسی حاکمه ده او ټولې پریکړې په مشوره او جمعی ډول سره کوی. سره له دې چې زموږ په غونډه کې د ملی يووالی ګوند مشر (ښاغلی جلیلی صاحب) شرکت نه لری، خو زموږ رهبری د دموکراسۍ په فضا کې د وحدت په هکله پریکړه کولای شی او د ګوند مشر هم ورپکې څه نه وايی. موږ تاسې ته ډاډ درکوو چې موږ په ټینګه د وحدت طرفدار يو.»
د حمل د میاشتې د پراخې سلاکارې غونډې وروسته هم زموږ د کاری ټيم پلاوی د جوزا دمیاشتې په
۲۴- مه ڼېټه د ملی یووالی ګوند له رهبرۍ سره مفصله لیدنه کتنه درلوده. په دې لیدنه کې د ملی یووالی ګوند مشر ښاغلی عبدالرشید جلیلی د وحدت پر ځای په لومړی ګام کې د جبهې د جوړولو طرحه وړاندې کړه او ویې ويل چې:
((موږ له اولې ورځې دټولو هغو کسانو سره چې د نظر اساسی ټکی مو ورسره شریک دی، د یوه حزب جوړولو ته چمتو یو، او له هغوی سره چې څه تفاوتونه موجود وی، نو به ورسره د يوځای کارکولو لارې لټوو. موږ سره له دې چې اساسی ټکو کې اختلاف نه لرو، خو بیا هم یو له بله څخه لرې پاته شوی یو. په دې خاطر به ښه وای، که موږ د جبهې په نامه سره يوځای شوی وای، مرکزی ګډه شورا مو جوړه کړې وای، يوځایی غونډې به مو کولای او د وحدت له پاره به روحیه آماده شوی وای. موږ به اوس له ټولو ملګرو سره په خوښه وحدت ته لاره وباسو، نوم به يې جبهه کړو، خو ملګری به ورپکې يوځای شی او بیا به وحدت ته چمتو شو.
که چيرې د جبهې په شکل دغه ډلې راټولې شی، حتما به يووالی ته رسیږی. مرکزی دفتر او شورا به ورته جوړه کړو، د ملګرو راشه درشه به رواج شی، سؤتفاهمات به رفع شی او په کم وخت کې به سره يوځای شی. جبهه زر جوړیږی، علنی تبلیغ يې کولای شو، په جبهه کې ښيګڼې موجودی دی، خو په دې شرط چې تش په نامه پاته نه شی.خبرې روښانه دي، هدف یودی ، ارمانونه مشترک دی، دلته دقیق مهارت په کار دی.
تاسې ملګرو د وحدت خورا ښه کار شروع کړی، دا کار زموږ هم دی. بې له وحدته زموږ کامیابی او د ټولنې جوړیدل ناممکن دی. هر شئ چې زر تودیږی، هغه زر سړيږي. موږ باید داسې وحدت ونه کړو چې بیرته سره بیل شو. د جبهې له لارې په حوصله او پراخ فکر د وحدت له پاره يو منلي میکانیسم را جوړولای شو. راځی داسې شرایط برابر کړو چې مشران په وحدت کې اول باید راکش کړل شی.))
البته زموږ د کاری ټیم پلاوی په داسې حال کې چې د جبهې پر ځای د دموکراتیک وحدت په موضوع ټينګار کاوه، په همغه ورځ او بیا وروسته د ملی یووالی ګوند له رهبرۍ څخه وغوښتل چې خپل نظر په لیکلی ډول له موږ او نورو مینه والو سره شریک کړی، خو تر اوسه پورې موږ د وحدت او يا جبهې په اړه دهغوی کوم لیکلی نظرنه دی تر لاسه کړئ.
۳ – د سولې غورځنګ سره تماسونه او پایلې:
د هيواد دملی او دموکراتیکو سازمانونو سره د تماس په لړ کې مو د پخوانیو لیدنو کتنو په دوام د افغانستان د سولې غورځنګ ګوند سره هم مکررې لیدنې کتنې درلودې. څرنګه چې د سولې غورځنګ مشر ښاغلی جنرال شهنواز تڼی ځان د جمهوری ریاست له پاره کاندید کړی ؤ، نو دوی د جمهوری ریاست د انتخاباتی کمپاین سره مشغول ؤ. دملی او دموکراتیکو ځواکونو د اتفاق او وحدت پر مسئله يې د فکر او فعالیت کولو لپاره وخت نه درلود. سره له دې چې زموږ د هيئت لخوا دا موضوع ورته یاده شوې ده، چې که د وحدت پروسه جدی او قوی شی، دا به د هغوی له پاره د جمهوری ریاست په کمپاین کې هم ډيره ګټه ورسوی. خو دوی له موږ څخه داسې خواهش وکړ چې د جمهوری ریاست د انتخاباتو د پایلو تر معلومېدو پورې ېې په قرار پريږدو او مزاحمت يې ونکړو. دوی دا خبره هم ياده کړه، چې که څوک وحدت غواړی، خو دادی اوس جنرال صاحب شهنواز تڼی ځان جمهوری ریاست ته کاندید کړی او له هغه څخه د په انتخاباتو کې ملاتړ وکړی. دا به د عمل د وحدت ښه چانس او نمونه وی.
له وروستیو تماسوڅخه داسې ښکاری چې د سولې غورځنګ رهبری هم په دې باور ده چې د ملی او دموکراتیکو ځواکونو وحدت یو مفید او ضروری کار دی، ردول يې ناممکن دی او دوی لا ډیر دمخه په دې لاره کې خپلې هڅې کړی او خپل امکانات يې ټول په کار اچولی دی، خو کوم بری يې نه دی ترلاسه کړی. اوس دوی دې نتیجې ته رسیدلی دی چې وحدت ډير ستونځمن او ان چې ناشونی کاردی. دوی د وحدت له پاره د هلو ځلو په بریالی کیدو باور نه لری. د خپل ګوند(سولې غورځنګ) په موجودیت ټينګار کوی وايی چې که څوک وحدت غواړی دادی د سولې غورځنګ ګوند موجود دی او همدې ګوند کې د ځان تنظیم او مبارزه د وکړی. دسولې غورځنګ د خپل تاسیس له وخته د ډیرو مشترک کور ؤ، چې بیا یو، یو تري نه ولاړ او خپل کور يې پريښود او نور کورګی يې جوړګړل.
د جمهوری ریاست د انتخاباتو د پایلو تر معلومېدووروسته د سولې غورځنګ له رهبرۍ سره داسې نظر هم شته، چې که چا په رښتیا له دوی سره وحدت غوښتی، نو بیا به يې د جمهوری ریاست دانتخاباتو په وخت کې له جنرال تڼی څخه حمایت کړی ؤ، او د نورو کاندیدانو له پاره به يې کمپاین نه کاوه او حمایت به يې نه ترې کاوه.
د یادولو وړ ده چې د سولې غورځنګ رهبرۍ زموږ له پلاوی سره د
۱۳۸۷ کال د حوت د میاشتې د ۲۲-مې نیټې په لیدنه کې ويلی دی چې «د وحدت په مورد له موږ سره ستونځې نشته، تاسې له نورو دوو سره خبرې وکړی، که هغوی رضا شول، زموږ لاس جګ دی!»
په هغه وروستیو تماسونو کې چې د سولې غورځنګ له رهبری کادرونو سره نیول شوی او د وحدت د پروسې په اړه غونډې، بحث، مشورې او د نظر تبادلې ته رابلل شوی دی، دهغوی د رهبرۍ ډيروغړو داسې نظر ښودلي چې تر هغو پورې چې د حزب جمعی فیصله نه وی، د دې ګوند غړی په انفرادی توګه په داسې مجلسونو کې ګډون نه شی کولای، او په دې اړوند تر اوسه پورې د سولې غورځنګ ګوند کومه پریکړه نه ده کړې. د سولې غورځنګ معاون او د رهبرۍ ځينو کادرونو بیا مستقیما په غونډه کې ګډون رد کړ.
۴ – په اروپا کې د افغانانو د تفاهم له نهضت سره زموږ ارتباط:
د وطنپالو، ملی او دموکراتیکو جوړښتونو سره د اړیکو او متقابل تماس په بهیر کې موږ «په اروپا کې د افغانانو د تفاهم نهضت» سره هم تماسونه نیولی او له هغوی سره مو د افغانستان د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د یووالی د اړتیا په اړه خبرې کړې دی. په اروپا کې د افغانانو د تفاهم د نهضت د اړیکو کمیسیون ته مو د حمل د پراخې سلاکارې غونډې مواد وراستولی او د وحدت د پروسې د پرمختګ او ستونځو په اړه مو معلومات ورکړی دی. په نتیجه کې په اروپاکې د افغانانو د تفاهم نهضت د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت په لاره کې له موږ څخه بشپړ حمایت او بې دریغه ملاتړ اعلان کړی دی. د حمل د میاشتې د سلاکاره غونډې په بهیر کې هم د تفاهم د نهضت ځينو ملګرو د تلفون له لارې غونډې ته خپل نظرونه، مبارکی او نیکي هیلي څرګندې کړی. په اروپا کې ملګرو د حمل د میاشتې د غونډې په مصرف کې برخه واخيسته او وروسته بیا د اروپا د تفاهم نهضت د عمومی غونډې له خوا د حمل د میاشتې د پراخه سلاکارې غونډې د ګډون کوونکو د فعالیت او د غونډې د پریکړو څخه خپل ملاتړ په لیکلی ډول څرګند کړ.
په اروپا کې زموږ ملګرو د موږ د ننۍ غونډې د جوړولو له پاره هم مالی مرسته کړی ده او هم يې یو لیکلی پیغام را استولی، چې تاسې ته به وروسته ولوستل شی.

۵ـ له ځينې نورو سازمانونه سره لیدنې کتنې :
د وطنپالو، عدالت غوښتونکو او دموکراتیکو سازمانونو او جوړښتونو سره د تماس په لړ کې زموږ اړیکې له «نهضت آینده» سره هم رامنځته شوی دی. د آینده نهضت استازی چې څه موده مخکې کابل ته راغلی ؤ، زموږ له ملګرو سره يې تماس نیولی او ورسره په تفصیل د وطنپالو، ملی، عدالت غوښتونکو او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت او يووالی پر سر خبرې اترې شوی دی. د آینده نهضت هم د تیت او پرک وطنپالو او عدالت غوښتونکو ځواکونو د اتفاق او د هغوی د عمل د یووالی پروسې ته لیواله، زموږ هڅې او هاند يې د تائید وړ ګرځيدلی او د دوه اړخیزې همکارۍ له پاره يې خپل چمتو والی ښکاره کړی دی.
په همدې توګه د افغانستان د خلک انقلابی ګوند، د نوی تړون پلویانو، د تفاهم له مرکز، د وطن د ترقۍ ګوند، د افغانستان د کار سازمان، د افغانستان د واحد سراسری ګوند، افغانستان نوین او ځينې نورو، شوراګانو، اتحاديو حلقو او سازمانونو سره هم تماسونه نیول شوی او په راتلونکی کې به دا تماسونه چټک او له نورو سره هم پراخه شی.
ج: په افقی سطحه کې د افغانستان د وطنپال، ملی او دموکراتیک نهضت
له فعالینو او مینه والو سره اړیکې او توضیحي اقناعی کار:-
لکه څنګه چې موږ او تاسې ټولو ته معلومه ده د هیواد پالو ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت او يووالی په لارکې خورا لويې ستونځې پرتی دی. د افغانستان د ملی او دموکراتیکو ځواکونو يووالی بې له شکه د افغانستان د ټولو اوسیدونکو افرادو او ټولو ميشتو قومونو او د زړه سواندو وطنپالو افغانی سیاسی- ټولنیزوګروپونو په ګټه دی. خو همدا يووالی بیا د وطن د دښمنانو، په شخصی او ګروپی ګټو مینو زورمندانو او د خارجی مغرضو ځواکونو د ګټو سره په تضاد کې واقع کیږی. څرنګه چې په شخصی او ګروپی ګټو مینې داخلی او بد نیت لرونکی خارجی کړۍ او سازمانونه د پریمانه تشکیلاتی، مالی، پولی ، پوځی ، تخنیکی او بشری امکاناتو لرونکی دی، بې له شکه دوی به خپل ټول امکانات د وطنپالو او متعهدو دیندارو افغانانو د وحدت په ضد وکاروی. دا په داسې حال کې چې وطنپاله، عدالت غوښتونکی، ملی او دموکراتیک ځواکونه خواره واره، د پیسو او مالی شتمنیو په قلت ګرفتار، او د معلوماتی او ارتباطی تخنیک او سازمانی امکاناتو له ټيټې کچې برخمن دی. داسې چې د وطن او ملت د سترو پرابلمونو د حل له پاره د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د يووالی ضرورت د هیواد په اوسنیو حالاتو کې یو تاریخي حکم دی، خو بیا هم د هغو په عملی کولو کې خڼدونه خورا زیات دی.
ددې له پاره چې له دې نسبتا کمو موجودو چانسونو څخه پوره او اغیزمنه ګټه پورته کړل شی، دې ته اړتیا ده چې د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت برخلیک د څو محدودو کسانو او د سیاسی ټولنیزو سازمانونو د رهبرانو په لاس کې منحصر او محدود پاته نه شی، ددې ستر وطنی کار له پاره د هيواد د سیاسی- ټولنیزو شخصیتونو او تجربه کاره فعالینو لوی او عام خوځښت په واحد لوری کې په کار ولویږی. دې هدف ته د رسیدو له پاره موږ یوازې د موجودو سیاسی، ټولنیزو ګروپونو له رهبری ارګانونو سره په تماس او یوازې د معینو کړیو د رهبرانو د نظر په اخيستلو اکتفا ونه کړه، بلکې د هيواد د ملی او دموکراتیک جنبش د منفردو سابقه لرونکو، ملی شخصیتونو او د ګوندونو، سازمانونو او جوړښتونو له عادی غړو او فعالو کادرونو سره مو هم د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې تماسونه ونیول. موږ کوښښ وکړ چې د وحدت او تفاهم په دې عامه ملی او تاریخی ضروری پروسه کې د ډیرو آزاد نظر او مستقل تصمیم نیولو واک لرونکو شخصیتونو او د وطن په درد دردمنو روشنفکرانو سره خپل فکر شریک کړو. د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت په پيچلې پروسه کې د هغوی مرستې را جلب او ورسره د يوځای تصمیم نیولو او ګډ کارکولو شرایط را منځته کړو. په دې ډول هغه ستر او د حساب وړ وطنپال او دموکراتیک قوت چې د موجودو سازمانونو څخه بهر په نننی خوځښت کې فعاله ونډه لری په ټولنیزه سیاسی مبارزه کې راګډ او فعال شی. له بلې خوا د مختلفو سازمانونو په غړو کې پرځان د باور روحيه غښتلې شی. د رهبرانو په وړاندې د تعبُد روحیه ، چې د دموکراسۍ ضد عنعنه ده، ماته شی. او په ټولنیزو سیاسی چارو کې خپل انفرادی مسئولیت ښه درک او وپیژنی، تر څو چې د هيواد د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د يووالی او تفاهم په پروسه کې د مستقل انفرادی تصمیم او ګډون توان په ځان کې ومومی او دا ستره ملی پروسه د ګوندونو او سازمانونو د څو تنو له انحصاره را ووزی. د همدې موخې د تر سره کولو له پاره د ولایتی او محلی شوراګانو جوړولو ته پام ور ګرځول شوی دی.
د حمل د میاشتې د پراخه سلاکارې غونډې له خوا مؤظف کاری ټيم ددې هدف له پاره د غونډې پریکړی او اسناد د خپل امکان تر پولو تکثیر کړی، خپاره کړی او انفرادی او ډله ایز تماسونه يې نیولی دی.
د: د وحدت د پیل شوې پروسې په اړه پوښتنې او تشویشونه:-
بربنډه خبره ده چې هر سیاسی- ټولنیز خوځښت د خپل پیدايښت او ودې په بهیر کې د مینه والو او پلویانو تر څنګ مخالفین هم لری. هرټولنیز – سیاسی حرکت له ځانه سره د ځينو هغو کسانو په وړاندې هم پوښتنې را پیدا کوی، چې اساسا د هغوی د ګټو دساتلو او د دوی د زړونو د ارمانونو د ترسره کولو له پاره رامنځ ته شوی وی. د هيواد د ملی او دموکراتیکو ځواکونو ديووالی له پاره اوسنئ روان خوځښت هم له دې قاعدې څخه مثتثنی نه دی.
د افغا نی ټولنې د اوسنی تکاملی پړاو د غوره ستونځو په لړ کې یوه هم د د دوه اړخیزه او څو اړخیزه باور نشتوالی دی. د متقابل باور او اعتماد نشتوالی په افغانی وطنپالو سیاستوالو او ټولنیزو فعالینو کې هم خپل سیورئ خپور کړی دی. دا بې باوری د ځينو افغانی سیاستوالو تر منځ له دې کبله هم زیاته شوې ده، چې ډیر ځله د ځینو سیاسی تجارتی معاملو او کله کله هم د محدودو ګروپی ګټو او شخصی نظرونو د خپريدو او حمایت په لار کې د ښو او په زړه پورې شعارونو څخه ګټه اخیستل شوی اويوه او یا بل شخص او ګروپ جلب او جذب شروع کړی دی. ځينې د ښه نیت او ښه زړه څښتنان او د فعالې کلکتیفی مبارزې طرفداران په همداسې ډلو کې ور ننوتلی، خو څه موده وروسته د هغو په تجارتی او یاهم محدود ګروپی ماهیت او د رهبرانو له خوا د شخصی امتیاز او ګټو په تر لاسه کولو پوه شوی او پخپل کړی عمل پښیمانه شوی دی. نو هغه مشهور متل دی چې «شیدو سوی مستې پوه کوی». داسې کسان چې مخکې يې له وطنپاله احساساتو، اعتماد او ښه نیت څخه ناوړه ګټه پورته شوی، اوس د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت روان بهیر ته هم د تردد او شک په سترګه ګوری.
طبیعی خبره ده چې د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت دښمنان هم د داسې فضا د رامنځته کولو او د داسې ناوړه سیوری د خپرولو له پاره عمدا کار کوی ، چې د ملی او دموکراتیکو وطنپالو ځواکونو ترمنځ د وحدت له پاره د اعتماد فضا ګردجنه کړی.
يو له هغو غوره سوالونو او تشویشونو څخه دادی چې آيا دا روان بهیر به د کوم بل واړه ګروپ او نوی کوچنی بې اغیزی ګوندپه جوړولو پای ته ونه رسیږي؟
دې ډول تشویش لرونکو وطنپالو شخصیتونو او سازمانونو ته ډاډ ورکوو چې زموږ موخه د محدودو شخصی او یا ګروپي ګټو د ساتلو له پاره د کوم نوی کوچنی ګوند جوړول او د افغانستان په سیاسی کړیو کې د یوې نويې حلقی ورزیاتول نه دی. بر عکس، موږ غواړو چې په هيواد کې موجود غیر لازمی او بې ګټې پراخ سیاسی انقطاب پای ته ورسوو، کوم چې په هیواد کې د عینی زیربنایی شرایطو پر اساس نه، بلکې د شخصی احساساتو او محدودو ګروپی سلیقو پراساس منځ ته راغلی دی.
موږ غواړو چې د ګډو ملی او ټولنیزو ارزښتونو د ساتلو او دفاع له پاره د ګڼ شمیرملی او دموکراتیکو شخصیتونو، جوړښتونو او سازمانونو د یووالی او د هغو د پراخه برخې اخیستنې له لارې یو غښتلی، اغیزمن افغانستان شموله سیاسی ګوند د افغانی، مدنی او دموکراتیکو اصولو پر بنسټ جوړ کړو. دې هدف ته د رسیدو په خاطر مو د مختلفو شخصیتونو، سازمانونو، حلقو او ګوندونو د غړو او فعالینو ترمنځ د تماسونو د پراخیدو، د متقابل درک او باور د پخيدو او د واحد او ګډ نظر د رامنځته کيدو د امکاناتو د برابریدو په موخه د وحدت له پاره د تفاهم د شورا ګانو د جوړولو لاره غوره کړې ده.
د تفاهم د شورا ګانو جوړول او د هغوی ترمنځ د ژوندیو اړیکو ټینګول د هيڅ نوی ګوند د جوړولو معنا نه لری. ددې شوراګانو اصلی او اساسی دنده د ګډون کوونکو ترمنځ د نظر ونو تبادله، د دوه اړخيزه او څو اړخيزه پيژندګلوی او يو پربل باندې د باور د پخيدو، د ګډو هدفونو د پرنښه کېدو او بلآخره د راتلونکی واحد او قوی ګوند دجوړيدو له پاره د مشترکومرامی او تشکیلاتی اصولو موندل او پيژندل دی. د تفاهم په مرحله او د تفاهم په شوراګانو کې داسې اساسناموی نارمونه او د سازمانی او اداری مخروطی جوړښت چلندونه نشته، چې ځينې د صفوفو پر نامه د ځينو نورو رهبرانو تابعیت ته مجبور کړی. د وحدت له پاره د تفاهم په شوراګانو کې ټول کسان د متساوی الحقوقه افرادو په حیث ګډون کوی او کولای شی. د تفاهم په مرحله کې د هیواد او نړۍ په کچه د اوږدی مودی ستراتیژیک هدفونه لا نه دی ټاکل شوی، یعنې دا چې کوم ګوندي مرام وجود نه لری. د وحدت په خاطر د تفاهم په مرحله کې به اساسی موخه د هېواد په کچه د غښتلی، واحد، سراسری او غیزمن ګوند د جوړولو له پاره دعینی شرایطو مطابق د ذهنی شرایطو برابرول وی.
موږ د وحدت له پاره د تفاهم په شورا ګانو کې د یوه واحد نظر د رامنځته کولو او د شریکو موخو د موندلو له پاره په داسې ميتود کارکوو، چې د هيواد دملی او دموکراتیک جنبش د مینه والو ترمنځ د تشنج مخه ونیسی. موږ د تفاهم په شوراګانو کې یو د بل نظرونه اورو او یو د بل خبروته غوږ ږدو. د تفاهم په مرحله کې د مختلفو افکارو موجودیت او زغم خورا ضرور دی، ځکه چې دتفاهم د شوراګانو غړی د مختلفو سیاسی، ټولنیزو محیطونو تر اغیزې لاندې راغلی او د ملی او دموکراتیکو ځواکونو د وحدت او همداراز د راتلونکی سراسری اغیزمن او غښتلی ګوند د مرامی اهدافو او تشکیلاتی اصولو په اړوند به متفاوت نظرونه لری. د همدې بیلو بیلو نظرونو د روښانه کېدو، دهغو د نږدې کیدو او د اغیزمن او غښتلی سراسری ګوند د جوړيدو په منظور دافکارو د ورته والی او توحید په خاطر د ګوند د جوړیدو ترمخه د تفاهم مرحلې ته اړتیا ده. دواحد ګوند د نامه، مرامی اهدافو او تشکیلاتی نارمونو په اړه به د تفاهم د ټولو مینه والو په فعال ګډون او د غوڅ اکثریت په خوښه په ګډه او یو له بله سره په سلا او مشوره کې د دموکراتیکو اصولو له په نظر کې نیولو سره سم ګام پورته کیږي.
بل هغه سوال چې له ډيرو سره پیدا شوی او د موجودو ګوندونو او د وحدت د روانې پروسې د فعالینو ترمنځ د ناوړه تفاهم سبب ګرځی، هغه دادی چې ځينې ګوندونه او هم د وحدت د اوسنۍ روانې پروسې ځينې پلويان هم داسې فکر کوی، چې دا حرکت د موجودو سازمانونو او ګوندونو ړنګيدل په داسې وخت کې غواړی چې هیڅ بل بهتره او لوړ بدیل هم نه شی وړاندې کولای.
دا باید په زغرده وویل شی چې زموږ حرکت کوم تخریبی حرکت نه دی. د نورو ګوندونو او جوړښتونو د ورانولو دنده مو پخپل مخکې نه ده ټاکلې، بلکې موږ د وطن د ملی ګټو د ساتلو په خاطر د ملی، وطنپالو او دموکراتو شخصیتونو، سازمانونو او ګوندونو صادقانه وحدت او يووالی غواړو. د داسې وطنی تفاهم او وحدت طرفداران که په سازمانونو او ګوندونو کې غړیتوب ولری او که نه، کولای شی چې د وحدت له پاره د تفاهم په شوراګانو کې د مستقلو او متساوی الحقوقو افرادو په حیث ګډون وکړی. د هيڅ ملی او دموکراتیک ګوند غړیتوب د تفاهم په شوراګانو کې د ګډون مانع نه ګرځی. همدا ډول په یوه او یا بل داسې ګوند کې غړیتوب چې معاصر دموکراتیک تشکیلاتی اصول ولری، دولس او وطن په وړاندې د فردی مسئولیت د اجرا په خاطر د تفاهم په شوراګانو کې اساساد ګډون موانع نه شی رامنځته کولای. یوازې د موده لویدلو، تنګو، توتالیتر او اوتوریتار تشکیلاتی اصولو لرونکی ګوندونه او سازمانونه د خپلو غړو څخه فردی آزادی اود مستقل تصمیم د نیولو حق اخلی. د رهبرۍ له اجازې پرته ورته په غونډو او مجلسونو کې د ګډون ممانعت کوی. په دې توګه په حقیقت کې د ګوند غړی د ګوند د پریکړو په نیولو کې د مساوی حقوقو څخه برخمن نه وی، د رهبرۍ تر قومانده لاندې وی او دا ډول تشکیلاتی نارمونه د ګوند د غړو د فردی آزادۍ حقوقو ته زیان رسوی. لنډه دا چې د هر مدرن او دموکرات ګوند غړی د ګوند د غړیتوب د ساتلو سره، سره ددې حق لری چې مستقل فکر وکړی، په سیاسی او ټولنیزو فعالیتونو کې آزاد تصمیم ونیسی او د ټولنې اونهضت په وړاندې د فردی مسئولیت د ادا په خاطر د وحدت له پاره د تفاهم د شوراګانو په فعالیت کې فعاله ونډه واخلی. څرنګه چې د وحدت له پاره د تفاهم اوسنی خوځښت ګوندي مرام او تړل شوی ګوندی تشکیلاتی نارمونه نه لری، بلکې یوازې د وحدت په خاطرد ټولو ملی او دموکراتیکو ځواکونو له پاره بلندویه خصلت لری، نو کولای شی چې د مختلفو ملی او دموکراتیکو جوړښتونو او سازمانونو غړی د نظرونو د تبادلې، یو دبل دپيژندګلوی، د مشترکو اهدافو دتشخیص او د ګډ سیاسی- ټولنیز کار د پرمخ بوولو له پاره د لازمو او د ټولو د منلو وړ سازمانی اصولو د موندلو په خاطر سره شریکې ناستې ولاړې ولری.
مخ په وړاندې د وطنپالو، ملی او دموکراتیکو ځواکونو د یووالی په لور!

۱۸ جدی ۱۳۸۸
کابل - افغانستان

۱ - د ۱۳۸۸ کال د حمل د میاشتې د دوهمې پراخې مشورتی غونډې له خوا «د ټولو ملی او دموکراتیکو ځواکونو د يووالی او د هیواد پر سیاسی بهیر د اغیزمن لوی ګوند د رامنځته کیدو لپاره بلنلیک»

پای

_ITEM_PREVIOUS   مطالب دیگر
وړانګه

آغاز سایت

Kabul
23°C
Kabul 23°C | Kandahar 20°C | 28°C
تلاوت

دقرآن کریم تلاوت

Pashto 

پالیسی سایت

  پالیسی د لمر رنا 

E mail

آیمل های سایت 

Arianaتلویزیون آریانا
برنامه های زنده یی
تلویوزیون آریانا 
        

 

اخبار ومسایل مهم کشور

 

 اخبارروز افغانستان 

  روز نامه های کابل

---------- 

فال حافظ

  
نور سایتونه
نورسایتونه
Who's Online دلمر رڼامىنه وال
ما هستيم 18 ميهمانان حاضر
Search
Visitors
بازديد كننده ها: 699560
 
top